افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په هرات، بلخ، کندهار، پروان، غزنی، فراه، بادغیس، غور، پنجشیر، نیمروز، لغمان، لوګر، بدخشان، کونړ، جوزجان، سرپل، هلمند، بغلان و بامیان ولايتونو کې د ۲۵ رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، په شمال، لویدیځ، جنوب، مرکز او پایتخت زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازو، د پنجشیر او نیمروز د ملي راډيو تلویزیونونو مسوولین، د اصلاح او سعادت تلویزیونونو مسوولینو او د زیار، نسیم، اتحاد، چونغر، صدای غور، فیروز کوه، صدای عدالت، صمیم، نریمان، صدای دوست، رڼا، لښکرګاه، نوای زن، ارغوان، ترکمن، ښکلا شهر به شهر او ستاره سحر راډيو ګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




