د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د خبریالانو او رسنیو ستونزې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له وزیر سره شریکې کړې

WhatsApp Image 2026-07-14 at 18.04.07.jpeg

23 سرطان 1405

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوېدیځ زون همغږي کوونکي په هرات ښار کې د یوې غونډې پر مهال د رسنیو د فعالیت پر وړاندې شته ستونزې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، سره شریکې کړې.


په دې غونډه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي احمدالله متقي، د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس، مولوي عزیزالرحمان المهاجر، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، مولوي سیف‌الاسلام خیبر، او د هرات ولایت یو شمېر خبریالانو هم ګډون کړی و.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د لوېدیځ زون همغږي کوونکي، شمیل احمد مشعل، په دې غونډه کې د یاد زون د رسنیو د وضعیت، د رسنیو د خپرونو پر وړاندې د موجودو ستونزو او معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د ښه کېدو پر لارو چارو خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه له حکومتي مسؤلینو وغوښتل چې د هېواد د رسنیو سکټور ته لا ډېره پاملرنه وکړي.


د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر رسنۍ د نظام یوه مهمه برخه وبلله او ویې ویل چې دغه وزارت چمتو دی څو د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د رسنیو د فعالیت پر وړاندې د شته ننګونو د هواري او د خبریالانو لپاره د خوندي او مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته په دوامداره توګه دوام ورکوي.