افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د ۱۷ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

28 سرطان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره میاشت د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه هرات، ننګرهار، کندهار،کندز، نیمروز، بغلان، کونړ، سمنګان، پکتیکا، لغمان، ارزګان، لوګر، تخار، میدان وردک، فاریاب، پکتیا و دایکندي ولایتونو کې د ۲۳ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.


په دغو غونډو کې، د ارزګان او کونړ والیانو، د کونړ امنیه قوماندان، د لغمان د علماوو شورا رييس، د مېمنې ښاروال، په یادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو او ځينو نورو ادارو مسوولینو، په ختيځ، جنوب، لویديځ او شمال ختیځو زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،


د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.