افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په پروان، خوست، ننګرهار، کندز، بغلان، غور، هلمند، لوګر، پکتیکا، ارزګان و زابل ولایتونو کې، د ۱۲ ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، په ختيځ، شمال ختيځ، جنوب ختیځ او پایتخت زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د پروان، بغلان، زابل او ارزګان د والي وياندویانو، د کندز د استخباراتو ریاست مطبوعاتي مسوول، په پکتیکا او غور ولايتونو کې د امنيه قوماندانيو وياندويانو، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ، د هلمند د سرې میاشتې او د لوګر د پوهنې ریاستونو وياندويانو او مطبوعاتي مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په يادو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.
