افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۱۴ ولایتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

12 اسد 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په موخه، په تېره یوه میاشت کې په خوست، کندوز، کندهار، غور، نیمروز، فراه، کونړ، بغلان، جوزجان، سمنګان، بامیان، فاریاب، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د ۱۸ حکومتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


په دې ناستو کې، د خوست او بغلان ښاروالانو، په یادو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او نورو ادارو مسوولینو، په سویل، سویل ختیځ او شمال ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولایتي استازو ګډون کړی و.


په دغو لیدنو کې په یادو ولایتونو کې د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاوو ډېرښت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي چارواکو د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


 افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.