افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه نهه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دغه روزنیز پروګرام کې د هېواد له ۱۹ ولایتونو څخه ۱۰۰ خبریالانو، چې ۲۰ يې ښځينه او ۸۰ نارینه وو، د ۸۳ انځوریزو او غږیزو رسنيو څخه ګډون کړی و. ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د دغه روزنیز پروګرام دوه نور پړاوونه هم ترسره شي، چې په ټولیز ډول به ۲۰۰ نور خبریالان ترې برخمن شي.
د دغه پروګرام لومړی پړاو د کابل، هرات، بلخ او خوست ولایتونو کې په حضوري او انلاین بڼه ترسره شو. په دې پړاو کې د کابل، غزني، ننګرهار، بلخ، بدخشان، تخار، کونړ، نیمروز، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، هرات، غور، فراه، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سمنګان، سرپل، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو خبریالانو ګډون کړی و.
د دغه پروګرام اساسي موخه د خبریالانو د عملي مهارتونو پیاوړتیا وه. په روزنه کې د ژورنالیزم بنسټونه، د راپور لیکنې اصول، تحقیقي ژورنالیزم، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو په اړه راپور جوړونه، موبایل ژورنالیزم، سایبري امنیت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه موضوعات شامل وو.
د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د باوري سرچینو د کارولو او ارزونې، د اطلاعاتو د کرهوالي معلومولو، له ناسمو اطلاعاتو سره د مبارزې، اطلاعاتو او اطلاعاتي سرچینو ته د لاسرسي، او د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو په اړه د بشري او رسنیزو راپورونو د چمتو کولو موضوعات هم وڅېړل شول.
د روزنې د مخکنیو او وروستیو ارزونو د پایلو له مخې، د ګډونوالو د معلوماتو کچه په ټولیز ډول ۳۶ سلنه لوړه شوې ده. همدارنګه، د دغه پروګرام په انلاین ارزونه کې چې ۹۱ ګډونوالو برخه اخیستې وه، ۹۰ سلنه ګډونوالو د یاد روزنیز پروګرام له ترسره کېدو څخه خپل رضایت څرګند کړی دی.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هېواد د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او مهارتونو د لوړولو په موخه د ژورنالیزم په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه جوړوي.




