د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس او یو شمېر خبریالانو سره وکتل

WhatsApp Image 2026-08-23 at 18.16.46.jpeg

1 سنبله 1405

د افغان خبریالانو  خوندیتوب کمېټې مشر د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او په بامیان ولایت کې د خبریالانو خوندیتوب په تړاو له یو شمېر خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو او د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره جلا جلا ناستې وکړې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار په خپلو لیدنو کې د اطلاعاتو او کلتور له رییس، خبریالانو او د بامیان ولایت د رسنیو له مسوولینو سره پر خبریالانو او رسنیو د ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې بامیان د افغانستان له مهمو ارزښتونو څخه دی او اړتیا ده چې په ځانګړي ډول د رسنیو په برخه کې ورته لا ډېره پاملرنه وشي.


د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح وویل، حکومت تل هڅه کړې چې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي او خبریالانو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.


د دغه ولایت د رسنیو مسوولینو او خبریالانو اقتصادي ستونزې او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د کافي روزنیزو پروګرامونو نشتوالی، د رسنیز  کار پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه وبلل او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.