په جنوب زون کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي همغږي کوونکي عطاالله عمر، د کندهار د خبریالانو او رسنیو ستونزې د دغه ولایت له والي ملا محمد شیرین اخوند سره شریکې کړې.
په دې لیدنه کې د کمېټې همغږي کوونکي د هېواد په جنوب زون، په ځانګړي ډول کندهار کې، د رسنیو او خبریالانو د عمومي وضعیت، د رسنیز فعالیت پر وړاندې د شته ستونزو او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کندهار والي هم په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ چې د خبریالانو او رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ کولای شي د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پُل په توګه رول ولوبوي او خبریالان کولای شي، په هغه صورت کې چې خپل مسلکي او مسوولانه فعالیتونه ترسره کړي، د ټولنې د ستونزو په حل کې مهم رول ولري.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.
