افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، ننګرهار، پکتیا، بدخشان، لغمان، پنجشیر، اروزګان، کنر، کاپیسا، بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د هواري په پار د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د یادو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارواکو، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو استازو او ویاندویانو، د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو او مدیرانو، او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولایتي استازو ګډون کړی و.
په دغو ناستو کې د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د هواري، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنیو اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ګومارلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښې کاري اړيکې د رامنځته کولو په څېر موضوعاتو باندې بحث او خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو د کار پر وړاندې د ستونزو د هواري او د دوی لپاره د امنه فضا د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.


