افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د کندز، پکتیا، پنجشېر، لغمان، اروزګان، زابل، هلمند، لوګر، سرپل، جوزجان، کاپیسا، میدان وردګ، تخار، نیمروز، غور او بامیان ولایتونو له ۲۰ رسنیو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پایتخت او شمال ختیځ زونونو مسوولینو او ولایتي استازو، د لوګر، پنجشېر او بامیان د ملي راډیو ټلوېزیون مسوولینو، د اورانوس ټلوېزیون مسؤول، په میدان وردګ کې د باختر خبري اژانس امر، د غزل راډیو ټلوېزیون مسوول او د نن، کهندژ، کندز، حسین، شمع، ښکلا، وطن غږ، مهال، ارغوان، ردا، ندای حقیقت، دانش روز، تعلیم الاسلام او فیروزکوه راډیوګانو مسوولینو ګډون کړی و.
په دغو لیدنو کې د رسنیو د فعالیت پر وړاندې د شته فرصتونو او ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنیو د وضعیت د ښه والي لپاره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.



