افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په پروان، فاریاب، سرپل، هلمند، پکتیا، بغلان، تخار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا او غور ولایتونو کې، د ۱۲ ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، پایتخت زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوول او ولايتي استازو، د پروان، تخار، غور او لغمان د والي وياندویانو، د بغلان د استخباراتو ریاست مطبوعاتي مسوول، په هلمند او پنجشیر ولايتونو کې د امنيه قوماندانيو وياندويانو، د تخار د کلیو پراختیا، د پکتیا د پوهنې، د سرپل د چاپيریال ساتنې او د فاریاب د سرې میاشتې ریاستونو وياندويانو او مطبوعاتي مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په دغو ناستو کې یادو حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به له هغوی سره شريکوي.
په يادو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.



