افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۱۶ ولایتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

12 سنبله 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په موخه، په تېره یوه میاشت کې په بلخ، کندز، پروان، کندهار، زابل، نیمروز، لغمان، سمنګان، بغلان، لوګر، پکتیکا، بدخشان، بامیان، کونړ، پکتیا او فاریاب ولایتونو کې د ۲۵ حکومتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې د پروان ولايت د استخباراتو رييس، د مزارشریف ښاروالۍ سرپرست، په دغو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او ځينو نورو ادارو چارواکو، په پایتخت، شمال، مرکز، جنوب او شمال شرق زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو لیدنو کې په یادو ولایتونو کې د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاوو ډېرښت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي چارواکو د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


 افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.