د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتین قانع، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي لارو چارو او د رسنيو د ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالجميل وقار د رسنیو د منځپانګې د تولید لپاره د اطلاعاتو پر ارزښت د ټينګار سربېره وويل چې اطلاعاتو ته د خبریالانو ښه لاسرسی کولی شي چې رسنيز کار سره مرسته وکړي.
په دغه ناسته کې د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي برخه کې يو شمېر اسانتیاوې رامنځته شوي او تل هڅه کوي چې دا چاره لا ښه شي.
افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه، خبریالانو ته د يو خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.
