خوندیتوب کمېټې، ۱۹ ولايتونو کې د رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ولیدل

1.jpeg

2 میزان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د کندهار، ننگرهار، پروان، کندز، پکتیا، پنجشیر، لغمان، ارزگان، لوگر، سرپل، جوزجان، کاپیسا، تخار، فراه، غور، بغلان، سمنگان او فاریاب ولایتونو له ۳۱ رسنیو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، په شمال، پایتخت، ختیځ، جنوب او شمال ختیځو زونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د پکتیا، فاریاب، پنجشیر او کندز ولايتونو د ملي راډيو تلویزیون مسوولینو، په جوزجان کې د باختر اژانس مسوول، د سفیر راډیو تلویزیون مسوول، د وړانګې جریدې مسوول او د تبسم، څراغ، مزل، کهکشان، پیام بانو، دل ها سرایش، شجاع، تخارستان، بغلان، پیمان، شهروند، رغون سوله ارمان، مهال، صدای بانو، انبیر، صدای سرپل، صدای نجراب، فیروز کوه، نوای نخبګان، رستم نوین، یسرا او پیوستون راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.


په دغو لیدنو کې د رسنیو د فعالیت پر وړاندې د شته فرصتونو او ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنیو د وضعیت د ښه والي لپاره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.