افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۲۰ ولایتونو کې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې کاري ناستې وکړې

1.jpeg

4 میزان 1405

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د هغوی د کاري وضعیت د ښه والي په موخه، افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات، پروان، بلخ، غزني، خوست، پکتیا، بدخشان، لغمان، پنجشېر، کونړ، کاپیسا، تخار، فراه، بادغیس، نیمروز، لوګر، هلمند، فاریاب، بغلان او زابل ولایتونو کې د رسنیو او حکومتي مسؤولینو د ګډې کمېټې کاري ناستې جوړې کړې.


په دغو ناستو کې د پروان او فراه ولایتونو والیانو، د پنجشېر ولایت د مقام مرستیال، په یادو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤولینو، د یو شمېر سیمه‌ییزو ادارو استازو او ویاندویانو، د اړوندو ولایتونو خبریالانو او د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤولینو، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسؤولینو او ولایتي استازو ګډون کړی و.


په ناستو کې د خبریالي فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو د خوندیتوب، د رسنیو د اقتصادي او نشراتي ستونزو، د ویاندویانو د ګومارنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.