افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو د ارزونې او د دغه بهیر د ښه والي لپاره د حللارو موندلو په موخه، په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، خوست، پروان، کندز او غزني ولایتونو کې مشورتي ناستې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارواکو، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو، ویاندویانو، د یو شمېر سیمهییزو ادارو استازو او په دغو ولایتونو کې فعالو خبریالانو ګډون کړی و. ګډونوالو په ټوله کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت د ښه کېدو په حال کې وباله.
په ولسوالیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې، په ځینو ادارو کې د ویاند نشتوالی، د ځینو ویاندویانو محدود ظرفیت، د نیمګړو اعلامیو خپرول، پروګرامونو ته د خبریالانو محدود یا ناوخته بلل کېدل او له چارواکو سره مرکې ته نابرابر لاسرسی، هغه ستونزې وې چې په دغو ناستو کې مطرح شوې.
همدارنګه، خبریالانو د بشپړو او پر وخت ځوابونو د ترلاسه کولو، د مرکو او ساحوي کار د ترسره کولو، اطلاعاتو ته د ښځینه خبریالانو د لاسرسي، په بېړنیو پېښو کې د سمدستي اطلاعاتو ترلاسه کولو او د تحقیقي راپورونو د چمتو کولو لپاره د لومړي لاس اطلاعاتو ترلاسه کولو په برخه کې شته ستونزو ته هم اشاره وکړه.
حکومتي چارواکو په دغو ناستو کې د خبریالانو لپاره د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې د ادارو د مطبوعاتي مسوولینو پر مسوولیتمنلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې خبریالانو ته د اطلاعاتو د لا ښه لاسرسي لپاره د اغېزمنو لارو چارو د رامنځته کولو په موخه به هڅې وکړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.







