افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړیواله ورځ ونمانځله

1.JPG

6 میزان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت، چې هر کال د سپټمبر په ۲۸مه نمانځل کېږي، په کابل کې یوه ناسته جوړه کړه.


په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي وضعیت، د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې او اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي د ښه والي لارې چارې وڅېړل شوې.


په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم‌الحق حقاني، د آریانا نیوز مسؤول مجیب‌الرحمان بهیر، د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت‌الله مجددي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران، د پژواک خبري اژانس مسؤول عبدالقدیر منصف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د کلید ګروپ مسؤول غیور وزیري، د خامه‌پرس مسؤول منصور نیکمل، د یک تلویزیون مسؤول سنګر هاشمي، او یو شمېر خبریالانو، د رسنیو استازو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو استازو ګډون کړی و.


جمیل وقار، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، په خپله وینا کې وویل چې کمېټې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او زونونو کې له خبریالانو سره اطلاعاتو ته د هغوی د لاسرسي د ستونزو د معلومولو په موخه لیدنې او ناستې ترسره کړې دي.


هغه زیاته کړه چې په ځینو ادارو کې د ویاندویانو نشتوالی، له مسؤولینو سره د مرکو په برخه کې د خبریالانو نابرابر لاسرسی، د بشپړو او پر وخت ځوابونو ترلاسه کولو ستونزې، د تحقیقي راپورونو د چمتو کولو لپاره اړینو معلوماتو ته محدود لاسرسی او د ځینو ویاندویانو محدود ظرفیتونه، هغه عمده ستونزې دي چې خبریالانو مطرح کړې دي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول د دغو ستونزو د حل او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لا ښه او پر وخت لاسرسي لپاره د لازمې زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په دې ناسته کې وویل چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د برابرولو په برخه کې یو شمېر اقدامات شوي او د دې بهیر د لا ښه والي لپاره هڅې دوام لري.


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم‌الحق حقاني هم اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې د شته ستونزو حل بنسټیزو اقداماتو ته اړتیا لري.


د رسنیو مسؤولینو هم د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو په یادولو سره اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د ښه والي پر اړتیا ټینګار وکړ او له ویاندویانو او حکومتي مسؤولینو څخه یې له رسنیو سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.


د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو له خوا اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده. دغه ورځ اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي پر اهمیت او په ټولنه کې د هغه پر رول ټینګار کوي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.