په بلخ کې د شمال زون مسوول او په سرپل، سمنګان، بغلان او فاریاب ولایتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو له معین او مل پلاوي سره په مشورتي ناستو او لیدنو کې د ځايي رسنیو او خبریالانو ستونزې مطرح کړې او د حل کېدو غوښتنه یې وکړه.
په دغو ناستو کې د کمېټې استازو د رسنیو د فعالیت پر وړاندې ځینې لویې ستونزې یادې کړې چې په هغو کې د رسنیو اقتصادي ستونزې، د ملاتړو پروژو نشتوالی، د سوداګریزې برښنا لوړ لګښت، د رسنیو د فعالیت د جوازونو د نوي کولو ستونزې (په ځانګړي ډول د هغو رسنیو چې امتیاز لرونکي یې له هېواده بهر دي)، پر وخت اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د رسنیزو کارکوونکو د کاري قراردادونو اړوند مسایل شامل وو.
د کمېټې استازو همداراز له رسنیو او خبریالانو څخه پر ملاتړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي په اسانتیا او د ځايي رسنیو د اقتصادي ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
په دغو لیدنو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین وویل چې ولایتونو ته د ده د سفرونو موخه له نږدې څخه د رسنیو او خبریالانو د ستونزو څېړل او راټولول دي. هغه زیاته کړه چې دا مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه به د وزارت او حکومت له مشرتابه سره شریک کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبریالانو د کار پر وړاندې شته ننګونې هوارې کړي او هغوی ته یو خوندي کاري چاپېریال رامنځته کړي.




