افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره نهه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ.
په دغه پروګرام کې د هېواد د ۱۷ ولايتونو ۱۲۰ خبریالانو چې په کې د ۱۰۷ غږيزو او انځوریزو رسنيو ۵۰ ښځينه او ۷۰ نارینه خبریالانو وو ګډون کړی وو. ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې د دغې لړۍ وروستی پروګرام هم پلی شي چې په کې ۸۰ خبریالانو ته به د زده کړو زمینه برابره شي.
د دغه پروګرام په دویم پړاو کې چې په کابل، بلخ، پروان، ننګرهار، کندز او بدخشان ولايتونو کې په (حضوري او انلاین) بڼه ترسره شوی، د کابل، بلخ، ننګرهار، پروان، کندز، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، کونړ، لغمان، نورستان، پنجشیر او کاپيسا ولايتونو خبریالانو ګډون کړی و.
د دغه پروګرام بنسټیزه موخه د ژورنالیزم د اساساتو، راپور لیکنې،د اقلیم بدلون په پام کې نیولو سره د تحقیقي ژورنالیزم، مبایل ژورنالېزم، سایبري امنیت او د خبریالانو خوندیتوب برخه کې د ګډونوالو د عملي مهارتونو پياوړتیا وه. په دغه پروګرام کې د اقلیمي بدلون په برخه کې له معتبرو سرچینو څخه د ګټې اخېستنې، د اطلاعاتو حقیقت موندنې، له ناسمو اطلاعاتو سره مقابلې، ډیټا ته لاسرسي او د چاپيریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې انساني او رسنیزو راپورونو چمتو کولو په اړه بحثونه شامل وو.
د روزنیز پروګرام په اړه د ګډونوالو د مخکینۍ او وروستنۍ ارزونې پر بنسټ د دوی په معلوماتو کې ۳۸ سلنه ډېروالی راغلی دی. دغه راز د یاد پروګرام په اړه د ګډونوالو انلان ارزونه چې ۱۱۷ کسانو په کې ګډون کړ، ۹۰سلنه ګډونوال له یاد پروګرام څخه راضي دي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو د مسلکي ظرفیت او مهارتونو د لوړولو لپاره، خبریالانو ته بېلابېل ښوونیز پروګرامونه ترسره کوي.





