افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۱۷ ولایتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

16 میزان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په موخه، په تېره یوه میاشت کې په هرات، پروان، کندز، پکتیکا، فاریاب، زابل، تخار، نیمروز، غور، پنجشیر، بدخشان، لوګر، سمنګان، کونړ، لغمان، پکتیا او سرپل، ولایتونو کې د ۲۲ حکومتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د پکتیکا او فاریاب والیانو، په یادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور او يو شمېر نورو ادارو ویاندویانو، په شمال ختیځ، لویدیځ او پایتخت زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو لیدنو کې په یادو ولایتونو کې د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاوو ډېرښت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي چارواکو د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


 افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.