بغلان ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي عبدالواحد وحدت له والي مولوي عبدالله مختار سره، په دغه ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې شریکې کړې.
د بغلان له والي سره د همغږۍ په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو او په دغه ولايت کې د رسنيو مسوولینو او فعالو خبریالانو هم برخه اخېستې وه.
د لیدنې پرمهال، د کمېټې استازي په دغه ولايت کې د خبریالانو او رسنيو د ټولیز وضعیت، د رسنیز کار پر وړاندې پرتې ستونزې، د خبریالانو خوندیتوب او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې،
د بغلان والي هم په دغه ولايت کې د رسنیز فعالیت پر پراختیا د ټينګار ترڅنګ وويل چې حکومت له رسنيو او خبریالانو ملاتړ کوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.

