افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، لوګر، پنجشیر، هلمند، ارزګان، پکتیا، نیمروز، کاپیسا او کونړ ولایتونو کې، د ۱۶ ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، په لویدیځ، ختيځ، شمال او جنوب زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د کورنیو چارو وزارت ویاند، د لوګر، هلمند، پکتیا، نیمروز، کاپيسا او پنجشیر ولايتونو د والیانو ویاندویانو، په ارزګان او کونړ کې د استخباراتو ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو، په لوګر، کاپيسا او ارزګان کې د امنیه قوماندانيو ویاندویانو او په پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ، کندهار کې د سرې میاشتې او ننګرهار کې د برېښنا ریاست ویاندویانو برخه اخېستې وه،
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په يادو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.
افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه، خبریالانو ته د يو خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.




