فراه، افغانستان: د مقام په نامه خصوصي ټلویزیون، چې اوس مهال 14 تنه کارکونکي لري، د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې خپرونې پیل کړې. د ټلویزیون چارواکي وايي د دغه ټلویزون جوړولو هدف د وګړون د پوهاوي لوړول، د خلکو کورونو ته د سولې پیغام رسول او له افراطیت سره مبارزه ده. په پام کې ده چې د یادې رسنۍ د کارکونکو شمیر به د رسمي خپرونو له پیل سره ډیر شي.
دا مهال په فراه ولایت کې 10 خصوصي راډیوګانې او دوه ټلویزیوني سټیشنونه خپرونې لري. په دې مینځ کې دوه راډیو سټیشنونه “د ښځو غږ راډیو او د ښځو اواز راډیو” دي چې په دې وروستیو کې یې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې پیل کړې دي.
