د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د تسلیت پیغام

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
19 جوزا 1400
لوگر، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په لوګر ولایت کې د سیمه ایز خبریال حفیظ الله حقپرست په وژل کیدو په ژوره توګه غمجنه ده. د رپوټونو له مخې حفیظ الله حقپرست نن د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمینځ د یوې نښتې پرمهال ووژل شو. ویل کیږي ښاغلی حق پرست دغلته پر خپله ځمکه په کار بوخت و چې د دواړو لورو ترمینځ جګړه پیل شوه او دی پکې ووژل شو.
کمیټه په دې اړه د ښاغلي حق پرست کورنۍ او رسنیزو همکارانو ته د تسلیت ویلو ترڅنګ له افغان حکومت څخه غواړي چې د پیښې د حقایقو د روښانه کولو لپاره تحقیقات وکړي.