اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبریالانو ته د سایبري امنیت په اړه ورکشاپ په کندهار ولایت کې جوړ شو

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
20 جوزا 1400
کندهار، افغانستان: دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د یو شمیر سازمانونو په همکارۍ په کندهار ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا جوړ شوی و تیره ورځ پای ته ورسید. په ورکشاپ کې شاوخوا ۳۰ تنو برخه اخیستې وه، چې پکې د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو نه هم ۲۰ کسه خبریالانو او د رسنیو کارکونکي وو. د پروګرام په ترڅ کې، د مدني ټولنې فعالینو او د ځایي حکومت د اطلاعاتو مسوولینو ته، معلوماتو ته د لاسرسي په اړه روزنه ورکړل شوه او خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته د سایبري امنیت او معلوماتو ته د لاسرسي په اړه معلومات ورکړل شول.
په سویل زون کې د کمیټې استازي احمد لودین، د سایبري امنیت په اړه معلومات او لارښوونې وړاندې کړې او له خبریالانو یې وغوښتل چې سایبري فضا کې خپل خوندیتوب ته ډیر پام وکړي.