د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې ډلې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
20 جوزا 1400
کابل، افغانستان: غونډه کې د امنیتي ګواښونو او د سولې د خبرو اترو د مبهم وضعیت او له دې اړخه د ښځینه خبریالانو اندیښنو باندې بحث وشو. د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې ډلې غړو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کموالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هدفي وژنو د دوی پر رسنیز کار منفي اغیزه کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د جنډر برخې مسووولې د امنیتي ګواښونو پر مهال د کمیټې د کړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل او د اوسني وضعیت په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د جنډر برخې مسوولې وحیده فیضي وویل چې په راتلونکو ورځې کې به د ښځینه خبریالانو یوه ډله د وظیفوي خوندیتوب په اړه د رسنیو له چارواکو سره ګوري او عدالت غوښتنه به کوي.