ننگرهار، افغانستان: له خبریالانو سره په ناسته کې د کمېټې استازو د روان کال په پروګرامونو رڼا واچوله، د جګړې د شدت او د سولې د خبرو اترو په جریان کې د بیان ازادي او رسنیو د ازادیو څخه د دفاع په موخه د خبریالانو په همغږي ټینګار وکړ او د خبریالانو په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د هدفي وژنو د مخنیوي په موخه د خوندیتوب په لارو چارو بحثونه وکړل.
په ننګرهار کې مېشتو د نړیوالو، ملي او سیمه ییزو رسنیو خبریالانو د کمېټې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د ولایتونو د خبریالانو او مرکز کې د خبریالانو د دفاع ټولنو ترمنځ همغږي باید ټینګه او په دې حساس وخت کې دې ولایتونو ته پاملرنه زیاته کړل شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازو د خپلو لیدنو په لړ کې له انعکاس او شرق تلویزیونو څخه هم لیدنه وکړه. د انعکاس تلویزیون د پنځو تنه کارکونکو د شهادت تسلیت یې د رسنیو ټولې کورنۍ ته وړاندې کړل، په ختیځ زون کې د دې رسنیو ارزښت مهم وباله او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
