د قضیې لنډیز
د ۲۰۱۹د فبرورۍ د ماښام په ۵ بجو دهمصدا په نوم په تخار ولایت کې د یوې سیمه ایزې راډیو دوه تنه خبریالان په راډیو کې دننه ووژل شول. دوه نا پیژاندي کسان د تجارتي اعلان په پلمه راډیو ته ننوتل او په شفیق آریا او دهغه پر همکار رحیم الله باندې یې ډزې وکړې.
سعید فیروز، هغه کمکی هلک چې د راډیو کارکونکو ته د ډوډۍ راوړلو او راتلونکو کسانو ته د دروازې خلاصولو مسوولیت یې لاره د پیښې یوازینی شاهد دی. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوني:“د دروازې غږ مې واوریده، دروازې ته ورغلم چې څوک دی، هغوی ځواب راکړ چې د تجارتي اعلان خپرولو لپاره راغلي یو او د شفیق آریا ملګري یو، ما ور پرانیست او هغوی مې هغې خونې ته بوتلل چې هلته رحیم الله ناست و، ځکه چې شفیق په دفتر کې نه و. هغوی له رحیم الله نه وغوښتل څو شفیق ته زنګ ووهي او له هغه نه وغواړي چې دفتر ته راشي ورته ووایي چې ملګري یې راغلي او تجارتي اعلان یې راوړی دی، هغه شفیق ته زنګ وواهه، شفیق ورته وویل چې لاره کې دی او څو شیبو کې به دفتر ته ورورسیږي. کله چې دفتر ته راورسید له دغو کسانو یو یې ورته وویل اوس ګناه هم کوې او بیا غږیږې هم، مبایل دې راکړه. شفیق د خپل مبایل له ورکولو ډډه وکړه او رحیم الله یې هم په دې وخت کې د مرستې په خاطر ترڅنګ ودرید. له دغو کسانو یوه یې چې اوږده چپنه یې اغوستې وه له خپلې چپنې نه کلاشنیکوف راوایست، لومړی یې شفیق وویشت او بیا یې رحیم الله باندې هم ډزونه وکړل “.
د پولیسو څیړنې
د قضیې د لا روښانه کولو لپاره په شمال ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول له کندز نه تخارته ورغی. هغه هلته له څو تنه امنیتي مسوولینو له هغې جملې نه له امنیه قوماندان او دجنایي جرمونو له امر سره خبرې وکړې. هغه دغه راز له یوشمیر خبریالانو او اړوندو کسانو سره هم خبرې کړې دي.
سید عبدالرشید بشیر د تخار د امنیې قوماندان په دې اړه وایي: “موږه په جدي توګه دغه قضیه تعقیبو. ددغې قضیې د څیړلو لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه شوې ده چې د ملي امنیت ادارې کارکونکي، پولیس او د عدلي او قضایي ادارو مسوولین یې غړي دي،دوی به د پیښې د عاملینو د پیژندنې او نیونې پروسه لا ګړندۍ کړي. موږ یو شمیر نخښې نښانې موندلي چې کولای شو د جرم اصلي عاملین پیدا کړو. ډیر ژر به د خپلو څیړنو پایلې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې شریکې کړو “.
د ۲۰۱۹کال د فبرورۍ په ۱۵مه د تخار د امنیې قوماندان د خپل فیسبوک پر پاڼه ولیکل چې دهغو شواهدو او معلوماتو له مخې چې پولیسو ته په لاس ورغلي، یو کس د ګلرحمان زوی حبیب الرحمان د پیښې په تړاو نیول شوی چې اټکل کیږي دا به هماغه کس وي چې پر شفیق اریا او رحیم الله یې ډزې کړي، هغه وایي چې ددغه کس دوسیه یې د لا زیاتو څیړنو لپاره څارنوالۍ ته لیږلې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لومړنۍ موندنې
کمیټې دغه قضیه په مستقیمه توګه له سیمه ایزو چارواکو او په قضیه کې له دخیلو کسانو سره څیړلې ده. په دغه ولایت کې د کمیټې استازي له څو تنو ولایتي چارواکو سره تر اړیکو وروسته ډاډ ترلاسه کړی چې دوسیه په دقیقه توګه څیړل کیږي. له دې سره د کمیټې استازي د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره له هغوی سره د غم شریکۍ په خاطر لیدلي او له هغوی سره یې لازمې مرستې له هغې جملې د جنازې او اړوندو مراسمو لپاره مالي مرسته کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پیښه شخصي انګیزه لري او د وژل شویو خبریالانو په مسلکي کار پورې اړه نه لري. دا خبره د تخار ولایت د دولتي مسوولینو له لوري د افغان خبریالانو د خوندیتوب کیمټې ته تایید شوې ده.
