د اسلامي امارت ویاند او نشراتي معین، ذبیح الله مجاهد د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په شپږمیاشتنۍ غونډه کې وویل: د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون د اجرا وړ دی او د رسنیزو سرغړونو کمیسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمیسیون باندې کار روان دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه ددغه کمیسیونونو په جوړیدو سره به نور حکومتي ادارې او بنسټونه په مستقیمه توګه په رسنیزو مواردو کې دخیل نه وي او همدا کمیسیونونه به دغه چارې پر مخ بیایي.
د مجاهد په وینا چې ښځینه خبریالانې کولای شي د اسلامي او ملي اصولو په مراعاتولو سره په رسنیو کې کار وکړي.
مجاهد زیاته کړه که چیرې له یوه خبریال سره تاوتریخوالی کیږي کیدای شي چې خپله قضیه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې سره شریکه کړي، کمیټه به لا اړوندو ادارو سره په همغږۍ دغه قضیې حل کوي.
ددغه غونډې په ترڅ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي استازو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د رسنیزو کارونو په برخه کې شته ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي مجاهد سره شریک کړل.
