په ننګرهار کې ۲۰ تنو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو

۲.jpeg

22 حوت 1400

د افغان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په مرکز جلال اباد کې د هېواد د ختیځو ولایتونو د خبریالانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.


په دغه ورکشاپ کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه د ښځو په ګډون شل تنه خبریالانو ګډون کړی وو. 


په دې ټرنینګ کې خبریالانو ته د ځاني خوندیتوب په لارو چارو، سایبري امنیت او پر وخت اطلاعاتو د لاس ته راوړلو په برخه کې روزنیز موارد ور وښودل شول.


د پروګرام برخه والو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې څخه د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.