د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله

Federation Photo 1.jpeg

26 حوت 1400

نن د۱۴۰۰کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریالانو د ستاینې په موخه د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله.


په دې پروګرام کې د فدراسیون د ۱۷غړو نهادونو په شمول زیات شمېر خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.


د پروګرام په پیل کې د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړو د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه لنډ راپور وړاندې ککړ. همدارنګه په ناسته کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د شته ستونزو او اطلاعاتو ته د دوی د لازم نه لاسررسي په ستونزو او خنډونو بحثونه وشول.


د پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه په شلو کټګوریو کې ۲۰تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د دوی د غوره فعالیتونو له امله وستایل شول او د نوموتو ژورنالیستانو ایوارډونه ورکړل شول.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فدراسیون د فعال غړي نهاد په توګه له نورو غړو نهادونو سره په ګډه د دې پروګرام د همغږي او ترسره کولو مسوولیت درلود. همدارنګه، کمېټه د هېواد ټولو خبریالانو ته د خبریالانو د ملي ورځي مبارکي وايي.