د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي همکارانو په غزني، اروزګان او کونړ کې د خبریال ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
په دې مراسمو کې چې د یادو ولایتونو خبریالانو، د رسنیو مسوولینو او ولایتي استازو ګډون کړی و، د رسنیو د کار په ارزښت او د خبریالانو او رسنیو په ستونزو خبرې وشوې او د رسنیو اړوند قوانینو په تطبیق او اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت لاسررسي ټینګار وشو.