د افغان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خبريالانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ کړل

1.JPG

5 سرطان 1401

د افغان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خبريالانو او رسنیزوکارکوونکو تهروزنيز پروګرامونه جوړ کړل.


دغه پروګرامونه چې په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ، کندهار، بغلان، غزني او بدخشان ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکو ته جوړشوي وو، د خبریالانو خوندیتوب، لومړنیو مرستو، راپور ورکولو، رواني ټولنیز ملاتړ او سایبريامنیت په برخوکېبحثونهوشول.


د خوندیتوب پروګرام کې د کاري ساحې امنیت، په جګړه ایزوسیمو کېدامنیتي تابیاوو، په ګڼهګوڼهسیمو کې د خوندیتوب او امنیتيمسایلو او د لومړنیو مرستو سم کارولخبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته وروښودل شول.


د سایبريامنیت پروګرامبرخه کېګډونوالو ته مهم او اړین موضوعات لکه د سایبريامنیتتشریح کول، د سایبر ګواښونو ډولونه، سایبريجرمونه او د سایبريجرمونوپروړاندې د خوندیتوبلپاره حل لارې هم ورزده کړل شوې.


سربیره پردې، د رسنیو د کارکونکو وضعیت ته په پام سره، د خوندیتوب کمیټې  لسګونو خبریالانو اود رسنیو له کارکوونکوسره د رواني ټولنیز ملاتړ پروګرامونه پیل کړي دي. په دغه پروګرامونوکېژورنالیستانو او د رسنیو کارکونکوته د ننګونو په بیلابیلو اړخونو او له دغوننګونو سره د مقابلې لپاره د لارو چارو او وسیلوپه تړاو رواني ټولنیز ملاتړ چمتو شوی.


د دغه ډول پروګرامونو برخه والو د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره د دا ډول روزنيزو پروګرامونو جوړول مهم وګڼل او د افغانخبريالانو خونديتوب کميټې له خوا يې د لا زياتو ملاتړیزوپروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.