د رسنیو ښځینه خبریالانو ته د «رواني سلامت» پروګرام ترسره شوه

16 سنبله 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ښځینه رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ او د دوی د رواني درملنې په موخه په کابل کې د رسنیو ۱۰ تنه ښځینه ویاندویانو او خبریالانو ته د «رواني سلامت»  تر عنوان لاندې پروګرام ترسره کړ.


د رواني مشاورې دا پروګرام چې د عمومي او انفرادي جلسو په شکل ترسره شو، په رواني اختلالاتو، ژور خپګان، وسواس، ویرې او شزوفرني موضوعاتو بحث وشو.


د پروګرام ګډون کوونکې په عمومي جلسه کې له ګډون وروسته، د دوی د اړتیا او رواني ستونزو کچې ته په پام انفرادي جلسو ته ور وپېژندل شوې.


د یادونې وړ ده، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د تېرې میاشتې په اوږدو کې هم په کابل کې د بېلابېلو رسنیو ۱۰ تنه نورو ښځینه کارکوونکو ته دا ډول پروګرام ترسره کړی و.