د ښځینه رسنیز کارکوونکو ته د «کار حقوقو» روزنیز پروګرام ترسره شوه

8 سنبله 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د روزنیزو پروګرامونو په دوام په کابل کې د بېلابېلو رسنیو ۲۰ تنه ښځینه رسنیزو کارکوونکو ته د “کار حقوقو” تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام دایر کړ.
په دې دوه ورځني پروګرام کې رسنیزو کارکوونکو ته د ګمارنې، د کارکوونکو د حقوقو، هڅونکو امتیازاتو، ارتقای ظرفیت، د اجباري انفصال مخنیوي او د رسنیزو کارکونکو په مکلفیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه.



د پروګرام په وروستیو کې د پروګرام ګډونوالو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له دا ډول روزنیزو پروګرامونو ستاینه او د لا زیات دوام غوښتنه وکړه.