د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ښځینه رسنیزو کارکوونکو د ستونزو او د دوی د کار پر وړاندې په پرتو خنډونو د بحث په موخه د کابل د یو شمېر مطرح رسنیو د ښځینه کارکوونکو په شمول د عدالت غوښتنې ناسته ترسره کړه.
د دې ناستې ګدونوالو په رسنیز ډګر کې د ښځینه کارکوونکو پر ستونزو، اطلاعاتو ته د دوی پر نه لاسرسي، د خبري موضوعاتو د پوښښ په برخه کې پر خنډونو، د کار په ساحو کې پر دوی د وضع شويو محدوديتونو او تېر يو کال کې د ښځینه کارکوونکو د حضور په پیکه کېدو خبرې اترې وکړې او د دغو ستونزو د حل په موخه یې نظرونه شريک کړل.
په پام کې ده، د ښځینه رسنیزو کارکوونکو دا لس کسیز ګروپ د کمېټې د جنډر له برخې سره په ګډه په هېواد کې د ښځینه رسنیزو کارکوونکو د ستونزو د حل او د ښځینه ژورنالیستانو د وضعیت د ښه والي په موخه خپل کار ته دوام ورکړي.
د رسنيو د ښځينه کار کوونکو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه د عدالت غوښتنې غونډه ترسره شوه
13 سنبله 1401
