د کونړ، ارزګان او زابل ولايتونو له ځايي چارواکو او خبريالانو  سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ غونډې وشوې

6 سنبله 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي همکارانو او د کونړ، اروزګان او زابل ولایتونو خبریالانو د دې ولایت له ولایتي مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.
په کونړ کې د کمېټې استازي د دې ولایت له یو شمېر خبریالانو سره په ګډه د دې ولایت له والي احمد طاحه، په اروزګان کې د کمېټې استازي د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ له ریس آغا ولي قریشي او په زابل کې د کمېټې استازي د دې ولایت له یو شمېر خبریالانو سره یو ځای د اطلاعات او فرهنګ له ریس شرافت ویاړ سره د خبریالانو او رسنیو په اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسررسي په اړتیا او د خبریالانو په خوندیتوب خبرې وکړې.
په دې ناستو کې ولایتي مسوولینو ژمنې وکړې، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسررسي په برخه کې به لا زیات سهولتونه رامنځ ته کوي او د خبریالانو بېلابېلو ستونزو د هواري په برخه کې به همکاري کوي.