د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو له مسوولینو او استازو سره مشورتي او د همغږي غونډه وکړه

17 سنبله 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو ترمنځ د ښې همغږي او د رسنیزو ستونزو د حل په موخه د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او استازو سره مشورتي او د همغږي غونډه ترسره کړه.
په دې ناسته کې د هېواد په کچه د رسنیزو ستونزو د حل په موخه د کمېټې په بېلابېلو فعالیتونو، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمیسیون په دوباره فعالیت او په دې کمیسیون کې د کمېټې په غړیتوب، د رسنیو د ټولیز قانون په تطبیق، د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په ښې همغږي او د رسنیو پر وړاندې په پرتو ستونزو او خنډونو خبري اترې وشوې.


د رسنیو مسوولینو او استازو د دې ترڅنګ چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په بیا فعالیت او د کمېټې په ګډون خوښي وښوده، غوښتنه یې وکړه چې په دې کمیسیون کې دې د رسنیو غړي لا زیات کړل شي. د رسنیو یادو مسوولینو سربېره پر دې چې د کمیسیون د پرېکړو په خپلواکي ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، چې د کمیسیون پرېکړې باید د رسنیو اړوند قوانینو او رسنیزو اصولو ته په پام وشي.


د ناستې ګډونوالو همدا راز ټینګار وکړ، چې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په پار دې د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.