د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کاپي رایټ بورډ عضویت ترلاسه کړ

20 سنبله 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ بورډ عضویت ترلاسه کړ. د دې بورډ لومړنۍ ناسته د دې وزارت د نشراتي مرستیال په مشرۍ د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شوه.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دې ترڅنګ چې د دې بورډ د بیا فعال کېدو هرکلی کوي، غوښتنه کوي، چې چارې یې د کاپي رایټ قانون سره سمې مخې ته ولاړې شي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال د کاپي رایټ موضوع مهمه وبلله، زیاته یې کړه چې د دې بورډ غړي د کاپي رایټ قانون په اساس ټاکل شوي او د بورډ کارونه به په منظم ډول پر مخ وړل کېږي.
د ناستې نورو ګډونوالو هم د بورډ د بیا فعالیت هرکلی وکړ او د چارو د لا اغېزمنتیا په پار یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.