د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د جنډر مسوولينو له څلورو رسنيو ليدنه وکړه

29 سنبله 1401

 د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د جنډر د څانګې مسوولينو د کليد ګروپ، راه فردا تلويزيون، پژواک خبري اژانس او خامه پريس څخه ليدنه وکړه.
دغه ليدنې د ښځو او په رسنيو کې د ښځينه ژورنالېستانو او کار کوونکو د رول زياتوالي په تړاو د يادو رسنيو د مسوولينو په موجوديت کې ترسره شوې.
په دغو ليدنو کې په رسنيو کې د ښځينه کار کوونکو پر ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبري موضوعاتو پوښښ، په کاري چاپيريال کې محدوديتونو، رواني ستونزو او په رسنيو کې د مسلکي کسانو د کمښت په اړه خبرې او بحثونه وشول