د څلورو ولايتونو له چارواکو او خبريالانو سره د همغږۍاو عدالت غوښتنې غونډې وشوې

31 سنبله 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازو په نورستان، بدخشان، غزني او لوګر ولايتونو کې له ځایي چارواکو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډې تر سره کړې.


په دغو ليدنو کې، غزني کې د کمېټې استازي د ولايت مقام له وياند حافظ عمر، د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي عبدالله منصور او يو شمېر خبريالانو، په بدخشان کې د کمېټې استازي د اطلاعاتو او کولتور رييس معزالدين احمدي، لوګر کې د کمېټې استازي د اطلاعاتو او کولتور له رييس رفيع الله صميم او په نورستان کې د کمېټې استازي د دغه ولايت يو شمېر خبريالانو سره، د خبريالانو پر اقتصادي ستونزو خبرې وکړې.


د يادو ولايتونو چارواکو د عدالت غوښتنې او همغږۍ په دغو غونډو کې ژمنې وکړې چې تر دې وروسته به دولتي ادارې د اطلاعاتو پر وخت شریکولو برخه کې خبريالانو ته اسانتياوې لا زياتې کړي.