د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په نوبتي غونډه کې ګډون وکړ

5 میزان 1401

 د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په نوبتي ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ قضیې شریکې او د تعقیب ټینګار یې وکړه، د سرپرست حکومت په بند کې د دوو بندي خبریالانو، میرزا حسني او عبدالحنان محمدي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو لکه مالیاتي جرایمو د معافیت، له سوداګریزې بڼې څخه رهاشي هغې ته د برېښنا تعرفو تغییر، د اترا ادارې د فریکونسي فیس په کموالي او د رسنیو اړوند له بانکي حسابونو څخه له اوسني مقدار څخه د زیاتو پیسو د را ایستلو په اړه هم خبرې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د رسنیو او خبریالانو اړوند ټولې قضیې دې د دې کمیسیون له اړخه تعقیب کړل شي.