د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په کاپیسا کې د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالحنان محمدي د را خوشي کېدو هرکلی کوي او په بند کې د وروستي خبریال د را خوشي کېدو غوښتونکې ده.
کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقونو د تامین په برخه کې تل هڅې کوي او د ښاغلي محمدي د د را خوشي کولو لپاره د عدالت غوښتنې په هڅو کې هم ښکېله وه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په وروستۍ غونډه کې چې د تېرې سه شنبې په ورځ د تلې میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شوه، د عبدالحنان محمدي او میرزا حسني د را خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
