د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې څخه لیدنه وکړه

14 میزان 1401

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې کامیلاګبکي او د دې ادارې یو شمېر نورو مسوولینو د افغان خبریالانو خوندیتوب څخه لیدنه وکړه.


ددغې لیدنې پرمهال، د رسنیو اقتصادي ستونزې او د ژورنالیستانو د نورو ستونو او د هغوی د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو په تړاو خبرې وشوې.


په دې کتنه کې مېرمن ګیبکي د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب او دې برخه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د کار او هڅو ستاینه وکړه او دغه هڅې یې د قدر وړ وبللې.