له بند څخه د میرزا حسنی د را خوشي کېدو په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هرکلی

17 میزان 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دایکندي کې د افتاب راډیو د مسوول د را خوشي کېدو هرکلی کوي.
کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقونو د تامین په برخه کې تل هڅې کوي او د ښاغلي مبرزا حسني د را خوشي کولو لپاره د عدالت غوښتنې په هڅو کې هم ښکېله وه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په وروستۍ غونډه کې چې د تلې میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شوه، د میرزا حسني د را خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.