د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون په نوبتي ناسته کې د دې ترڅنګ چې په وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت لخوا د دوو بندي خبریالانو د خلاصون هرکلی وکړ، د خبریالانو او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ستونزې یې د کمیسیون له غړو شریکې کړې.
په دې ناسته کې همدارنګه په هېواد کې د رسنیو وضعیت د قانوني کېدو په موخه د ټولیزو رسنیو د قانون په تصویب ټینګار وشو. په غونډه کې همدا راز د یو شمېر رسنیو د سرغړونو په اړه هم خبرې اترې وشوې او ټینګار وشو، چې د رسنیو اړوند ټولې قضیې باید د دې کمیسیون له لارې وڅېړل شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم په یاده ناسته کې یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د رسنیو اړوند قضیې دې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون ته راجع شي.
