د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو له معين سره د عدالت غوښتنې غونډه وکړه

21 میزان 1401

په لويديځ زون کې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې له لوري د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو له معين حيات الله مهاجر فراهي او د هرات ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره د يو شمېر ځايي خبريالانو په موجوديت کې د عدالت غوښتنې غونډه وکړه.



په دغه غونډه کې، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د  لاسرسي او ځينو نورو ستونزو سربېره د رسنيزو سرغړونو کمېسيون په بيا فعاليت خبرې وشوې.


د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو معين په دغه غونډه کې د رسنيو او خبريالانو د فعاليتونو ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې د رسنيزو سرغړونو کمېسيون د بياځلي پيل موخه هم دا ده چې د رسنيو ستونزې حل شي او دغه راز ټولو حکومتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې رسنيو سره پر وخت اطلاعات شريک کړي.



دغه راز، د هرات ولايت د اطلاعاتو ا و کولتور رييس ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د رسنيو او حکومت ترمنځ همغږي او همکاري لا ډېره شي.


کمېټې په هرات کې د اطلاعاتو او کولتور رياست او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ موجوديت او همکاري وستايله او راتلونکي کې يې د نورو ستونزو تر څنګ د رسنیو د اقتصادي ستونزو په حل هم ټينګار وکړ.