د اسلامي امارت د حکومت د رسنيو د مرکز رييس له کمېټې څخه ليدنه وکړه

25 میزان 1401

د اسلامي امارت د حکومت د رسنيو د مرکز رييس انعام الله سمنګاني د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې څخه ليدنه وکړه.


په دغه ليدنه کې اطلاعاتو ته د خبريالانو او په ځانګړي توګه د ښځينه خبريالانو د لاسرسي ستونزو، د رسنيو اقتصادي ستونزو، د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ او د خبريالانو او رسنيو د نورو ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.


د حکومت د رسنيو د مرکز مشر ښاغلي سمنګاني ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د ستونزو د حل او په ځانګړي توګه د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې هلې ځلې کوي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبريالانو او حکومت ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.