په لغمان کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي مسوول د يو شمېر رسنيو د مسوولينو خبريالانو په موجوديت کې د لغمان له والي قاري زين العابدین عابد سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، له رسنيو سره د حکومت د همکارۍ، رسنيز سانسور او د رسنيو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې پر مسايلو خبرې وشوې.
د لغمان والي له رسنيو او خبريالانو د ملاتړ تر څنګ وويل، په دغه ولايت کې ټول چارواکي مکلف دي چې له خبريالانو سره پر وخت اطلاعات شريک کړي او دغه راز به د رسنيو د برېښنا د تعرفو ستونزه له برېښنا شرکت سره شريکه کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبريالانو او چارواکو تر منځ همغږي لا ډېره کړي.
