د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايت استازو په فارياب او سرپل ولايتونو کې له واليانو سره د همږغۍ او عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو او چارواکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د رسنيو پر ستونزو خبرې وشوې.
.jpg)
ناستې د فارياب له والي داملا محمد شعیب رسالت او د سرپل له والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره جوړې شوې وې.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبريالانو او حکومت ترمنځ ښه همغږي او خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي.
